د سوېلي خراسان د ګمرکونو مدیر: له دغه ولایت څخه تر ټولو ډېر صادرات افغانستان ته کېږي

AP ۱۴۰۴ لړم ۱۷

د سوېلي خراسان د ګمرکونو مدیر محمد کوه‌ګرد وايي، د روان کال په اوو وروستیو میاشتو کې د دغه ولایت د ماهیرود ګمرک له لارې د صادراتو ارزښت څه باندې ۳۰۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی او د ایران په ۷۰ ګمرکونو کې تر نورو افغانستان ته ډېر صادرات شوي دي.

محمد کوه‌ګرد د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) له یوې ایرانۍ رسنۍ په مرکه کې ویلي، د تېر کال د همدې مودې پر تله د سوېلي خراسان د ماهیرود له ګمرکونو د صادراتو په کچه کې ۱۱۸ سلنه ډېرښت راغلی او شاوخوا ۹۷ سلنه صادرات افغانستان ته شوي دي.

د نوموړي په وینا: «افغانستان ته په صادراتي توکو کې وسپنې، سیمان، ډیزاین شوې یا سرې شوې خښتې، هګۍ، سبزیجات، فعال کاربن او زعفران شامل دي.»

کوه‌ګرد زیاتوي، له افغانستان وروسته پاکستان د سوېلي خراسان لپاره د صادراتو اصلي مقصد ګڼل کېږي.

د سوېلي خراسان د ګمرکونو مدیر وايي، د سوېلي خراسان د ګمرکونو له لارې په ټرانزیټ کې هم د پام وړ ډېرښت راغلی او په وینا یې: «په تېرو اوو میاشتو کې د ۸۴۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ټرانزیټ شوی او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې پر تله د ۷ سلنه ډېرښت ښکارندويي کوي.

د یادونې وړ ده، چې د سوېلي خراسان ولایت د ایران په ختیځ او له افغانستان سره په ګډه پوله کې موقعیت لري او دغه ولایت له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو توکو د مراوداتو په برخه کې مهم رول لري.

دغه ولایت له افغانستان سره ۳۳۱ کیلومتره ګډه پوله لري او له څه مودې راهیسې منځنۍ او سوېلي اسیا ته د صادراتو په برخه کې په مهم ټکي بدل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو