د امریکا د استازو جرګې لومړنۍ ښځینه مشرې نانسي پلوسي له سیاست سره مخه ښه وکړه

AP ۱۴۰۴ لړم ۱۶

نانسي پلوسي یوازنۍ ښځه ده، چې د امریکا د استازو جرګې د ځواکمنې مشرې په توګه یې دنده ترسره کړې ده. هغې د سیاست په ډګر کې له څلور لسیزو فعالیت وروسته خپله تقاعدي اعلان کړه.

د کالیفورنیا ۸۵ کلنې استازې په یوه پیغام کې ویلي، هغه به راتلونکی کال د کانګرس په ټاکنو کې برخه وا نه‌خلي.

پلوسي د امریکا د استازو په مجلس کې لومړۍ ښځه وه، چې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۲۳ پورې یې په دې څوکۍ کې دنده ترسره کړه او د ډيموکراټ ګوند مشري یې وکړه.

هغې په خپل ویډيويي پیغام کې وویل:«زموږ کار د تاریخ برخه ګرځېدلی او موږ پرمختګ کړی دی. اوس باید دا لاره د ولسواکۍ په بشپړ ګډون او د هغو امریکایي ارزښتونو په دفاع سره، چې موږ ته ارزښتمن دي، دوام ورکړو.»

پلوسي په ۱۹۸۷ کال کې د ۴۷ کلنۍ په عمر د لومړي ځل لپاره کانګرس ته بریالۍ شوه او ډېر ژر یې د سیاسي پرمختګ پړاوونه ووهل. هغې د ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ او له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۳ پورې د استازو مجلس د مشرې په توګه دوې دورې خدمتونه وکړل.

د امریکا د استازو د مجلس مشري په امریکا کې د ولسمشر له مرستیال وروسته دوهم لوړ مقام دی، یعنې که ولسمشر او مرستیال یې دواړه نه وي، د ولسمشرۍ واک په لنډمهالي توګه مجلس رییس ته لېږدول کېږي.

پلوسي د ډیموکراټ ګوند له اغېزناکو څېرو څخه وه.هغه د هغو کلیدي سیاستوالو له ډلې وه، چې جو بایډن یې قانع کړ څو د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د کاملا هرېس په ګټه له نوماندۍ تېر شي.

هغې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو کې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح په دوو جرګو کې هم رول ولوباوه.

پلوسي د استازو د مجلس د رییسې په توګه په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ د «د هېواد د وضعیت» له وینا وروسته د ټرمپ د وینا متن د ټولو په مخ کې د کېمرې پر وړاندې څېري کړ، چې دغه سمبولیک اقدام د ډېرو پام ځان ته راواړاوه.

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د پلوسي د استعفا له اعلان وروسته پر هغې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، هغه «بدخویه ښځه» او «د هېواد لپاره یو لوی زیان» ده.نور جمهوري‌ پال چارواکي بیا د پلوسي د تقاعدۍ په اړه چوپ پاتې شول.

نور خبرونه

رادیو