کابل کې د پاکو اوبو کموالی؛ خلک د بېړنيو اقداماتو غوښتنه کوي

۵ ساعتونه مخکې

د کابل ښار اوسېدونکي د پاکو اوبو له کمساري کمخته د شکایت سربېره په دې برخه کې د جدي پاملرنې او اقداماتو غوښتنه کوي. د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په کورونو کې یې د اوبو رسولو نلونه وچ شوي او اوس ډېر په مشکل د څښاک اوبه پیدا کوي.

یو ځايي استوګن سمیع الله وايي، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د پاکو اوبو د کمښت له کبله جدي ستونزو سره مخامخ دي. هغه وویل: «موږ هره ورځ له دې ځایه دوه یا درې ځلې کورته اوبه وړو، اوږد مزل کوو، په نلونو کې اوبه نه راځي او په دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ یو.»

د یادې ناحیې یو بل اوسېدونکی نور محمد وايي چې په وروستیو څو کلونو کې د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي؛ خو په تېرو څو میاشتو کې د کمښت دغه کچه کمسارې ده.

نوموړي زیه کړه: « پاکې اوبه بیخي ډېرې کمې شوي خلک په نوبت د اوبو دې عمومي نلکې ته بوشکې راوړي او ډېر په تمه پاتې کیږي چې کورونو ته پاکې اوبه یوسي خو په وروستیو کې دغه عمومي نل کې اوبه ډېرې کمي راځي او بسنه نه کوي.»

د طالبانو حکومت هم په کابل کې د پاکو اوبو د کموالي ستونزه مني او د ځینو اقداماتو یادونه کوي. دې ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد ویلي چې ډېر ژر به له پنجشیر څخه کابل ته د پاکو اوبو د لیږد چارې پیل شي.

نوموړي که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې د دغې پروژې په بشړېدو به تر ډېره د کابل ښار د اوسېدونکو ستونزه حل شي. د هغه په خبره، دې وروستیو کلونو کې د دوامداره وچکالیو له کبله په افغانستان د ځمکې لاندې د اوبو زیرمې سختې زیانمې شوې دي.

وړاندې ترسره شویو څیړنو ښودلې چې په کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه تر ۲۰ مترو پورې ښکته شوې ده. د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو هم په کابل کې ښار کې د پاکو اوبو د کښمت له کبله اندیښنې ښودلي او په دې برخه کې یې د جدي پاملرنې سپارښتنې کړي دي.

نور خبرونه

رادیو