سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې تېره شپه د کندهار ولایت د تختهپل ولسوالۍ د انځرګي کډوالو په پنډغالي کې دوه ماشومان، چې عمرونه یې دوه او درې میاشتې وو، د لوږې له امله مړه شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدو چارو رییس ولي جان بادام ځايي خبریالانو ته د لوږې له امله د دوو ماشومانو او د ناروغۍ له امله د یوې ښځې مړه کېدل تایید کړي دي.
طالبانو ویلي، چې یاد کسان د کرښې هغې غاړې ته له څو ورځو بند پاتې کېدو وروسته، تېره ورځ افغانستان ته راستانه شوي او د انځرګي په پنډغالي کې مېشت شوي وو.

