د فرانسې رسنیو راپور ورکړی چې په پاریس کې د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ دفتر یو ۲۰ کلن افغان ځوان له داعش خراسان سره د همکارۍ او اړیکو په تور نیولی دی.
د راپور له مخې، دا سړی داعش خراسان ته د پیسو لیږلو او د هغوی د تبلیغاتو په خپرولو تورن دی.
د فرانس پرېس خبري اژانس نن شنبه (د لړم ۱۰مه) د ملي ترهګرۍ ضد څارنوالۍ دفتر په حواله راپور ورکړ، چې دا ځوان «جنايي ترهګریز سازمان سره د همکارۍ او د ترهګریز عمل تمویل» په تور نیول شوی دی.
راپور زیاته کړې چې دغه ځوان په څرګنده توګه د جهادي ایډیالوژۍ ملاتړ کړی.
هغه د داعش خراسان سره د اړیکو په درلودلو او په ځانګړې توګه د دې ترهګریز سازمان لپاره د پېسو لیږلو او په تبلیغاتو تورن دی.
ددې ځوان د هویت په اړه تر اوسه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
دغه کس د اکتوبر په ۲۶مه نېټه په لیون ښار کې نیول شوی و.
د لو پاریزین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا سړی څو کاله دمخه فرانسې ته داخل شوی و. هغه د فرانسې د داخلي امنیت عمومي ریاست د افسرانو لخوا په لیون کې د کډوالو په یوه پناه ځای کې ونیول شو.

