ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د دې ولایت د دولتي پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د دوکتورا زده کړې په رسمي توګه پیل شوې. خبرپاڼه وایي، په لومړني پړاو کې ۲۰کسانو دغه اکاډمیک پروګرام ته لاره موندلې او په دوو بېلابېلو ټولګیو کې زده کړې کوي.


د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې د دوکتورا زده کړې پیل شوې
AP ۱۴۰۴ لړم ۴