د ایران کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو چارو رییس اعلان کړی، هغه بې اسناده افغان کډوال، چې تر اوسه له ایران څخه نه دي وتلي، ماشومان یې په ښوونځیو کې د نوم لیکنې لپاره منل کېږي او د زده کړو زمینه ورته برابره شوې ده.
د ایراف خبري اژانس د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو چارو رییس نادر یار احمدي د افغان ماشومانو له څو ښوونځیو لیدنه کړې ده. هغه وویل: «تر دې دمه د ۱۴۰۴ لمریز کال په تعلیمي دوره کې شاوخوا ۳۲۰ زره افغان ماشومانو نوملیکنه کړې ده».
نوموړي زیاته کړه، چې دا فرصت د ټولو بې اسنادو کډوالو لپاره نه دی او یوازې هغه کډوال نوملیکنه کولای شي، چې تر دې دمه له ایران څخه د وتلو زمینه نه ده ورته برابره شوې.
د احمدي په خبره: «د دې کډوالو مالومات د کورنیو چارو وزارت په واک کې دي او له هغوی سره به اړیکه نيسي. د ایران پولیس په ایران کې د طالبانو سفارت ته وايي، چې دې ماشومانو ته پاسپورټونه ورکړي».
د دغه هېواد پوهنې وزارت د نړۍوالو چارو او هېواد څخه د باندې ښوونځیو رییس ډاکټر سلیمي په وینا، یوازې هغه افغانان نومونه لیکلای شي، چې د کورنیو چارو وزارت له لوري دوی ته معرفي شوي وي.
د تېرو څو میاشتو په بهیر کې خورا ډېر افغان کډوال په ډلهییز او جبري ډول له ایران څخه وشړل شول، چې زده کوونکي هم په کې شامل وو. تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د دې ماشومانو کورنۍ به د څومره وخت لپاره په ایران کې اوسېدو ته پرېښودل شي، ځکه له دې هېواد څخه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ اوس هم دوام لري.

