اسراییل او حماس یو بل د اوربند په نقضولو تورن کړي دي. د دواړه خواوو له لوري د اوربند د نقضولو ادعاوې وروسته له هغه وشوې، چې د حماس لهخوا د یرغمل شویو اسراییلیانو د جسدونو سپارلو لړۍ وځنډېده.
اسراییل وايي، حماس تر اوسه یوازې ۱۰ جسدونه ورسپارلي او پاتې ۱۹یې نه دي ورکړي. حماس بیا وایي، چې ډېری جسدونه د کنډوالو لاندې دي او د را اېستلو لپاره یې پرمختللو وسایلو ته اړتیا ده.
هاخوا حماس اسراییل د اوربند په نقضولو تورن کړی او ویلي یې دي، چې د اسراییلي ځواکونو د ډزو له امله ۲۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

