سنډیکا یهود خبري اژانس د اسراییلي کارپوهانو په حواله لیکلي، چې ترکیه د خپل ولسمشر رجب طیب اردوغان د «شخصي او اسلامي ایډیالوژیکي لارښوونې» لاندې هڅه کوي د اسراییل شاوخوا یو ستراتیژیک محاصرې حلقه جوړه کړي.
دغه کارپوهان وايي، که ترکیه د غزې د سولې په مسله کې بریا ترلاسه کړي دا به د سیمې لپاره خطرناکې پایلې ولري.
په ویب پاڼه کې لیکل شوي، چې ترکیې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ مادهییز اوربند پلان ملاتړ ته لېوالتیا ښوولې او دا چمتووالی ښايي دغه هېواد ته د مخ پټو جنګیالیو د ترلاسه کولو چانس زیات کړي.
که څه هم دا موضوع لا تر اوسه رسمي نه ده تایید شوې.
د رایخسمن پوهنتون د ترهګرۍ ضد نړیوال انستیتیوت یوه مشر څېړونکي دغه ویبسایټ ته ویلي: «که چیرې د سوریې د نظامي واکمنۍ لپاره د اردوغان پلان بریالی شي او هغه د غزې د بیارغونې لپاره د قطر واک، مشروعیت او پانګه ترلاسه کړي، نو ترکیه به په لویه کچه د اسراییل د محاصرې کولو خوب د ډیر خطرناک نظامي او سیاسي محاصرې سره بدل کړي
د ترهګرۍ یو شنونکي کارپوه خبرداری ورکړی، چې ترکیه اوس د اسد رژیم د سقوط څخه ګټه پورته کوي ترڅو په سوریه کې خپل نفوذ پراخ کړي، چې د اسراییلو لپاره مستقیمې اغیزې لري.
یاد ویبسایټ زیاتوي، چې اسراییلي کارپوهان خبرداری ورکوي، چې انقره ښايي د غزې له سولې څخه د تر ټولو لوی بریا اخیستونکي په توګه راووځي، هغه بدلون چې د سیمې لپاره خطرناکې پایلې لرلای شي.

