د امریکا ولسمشر وایي، که حماس د اوربند تړون ته ژمن پاتې نه شي، نو اسراییل به د ده په دستور بیا ځلې په غزه کې جګړه پيل کړي. هغه له سياېناېن سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که حماس له بېوسلې کېدو ډډه وکړي څه به وشي، وویل: «اسراییل به سمدلاسي زما په ویلو جګړه پیل کړي.»
ټرمپ زیاته کړه، چې تر اوسه یې اسراییلي ځواکونو او د نتنیاهو حکومت کنټرول کړی دی. هغه دا هم وویل، چې د ۲۰ یرغمل شویو کسانو ژوندي ژغورل یو «مهم ګام» و.
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د هغه د ۲۰ ماده ییز پلان پړاوونه شامل دي، چې لومړی پړاو اوربند او د یرغمل شویو کسانو تبادله پلي شوې؛ خو دویم پړاو د جګړې وروسته مدیریت او بې وسلې کولو لاهم نیمګړی دی.
هغه خبرداری ورکړ، چې حماس باید بې وسلې شي که نه «موږ به یې بې وسلې کړو.»
نوموړي زیاته کړه، چې اوس «حماس د تاوتریخوالي کوونکو ډلو تصفیه پیل کړې ده.»
ټرمپ د هغو راپورونو په اړه هم خبرې وکړې، چې ګواکې حماس ملکي خلک اعدام کړي دي.
هغه وویل: «زه د دې په اړه څېړنه کوم. ژر به معلومه شي. ښايي نورې ډلې یا عناصر هم پکې لاس ولري.»
د امریکا ولسمشر همداراز د اوږدمهاله سولې لپاره هیله څرګنده کړه او ویې ویل، چې ۵۹ هېوادونه په دغه توافق کې شامل دي او ځینې نور هېوادونه هم غواړي چې د «ابراهیم توافقونو» سره یو ځای شي.

