د ایران د مصلحت د تشخیص ټولنې مشر صادق املي لاریجاني د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو خبرو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي یې و: «ډاډه نه یم چې زه به جنت ته لاړ شم.» لاریجاني ویلي: «ښاغلی ټرمپ، ته جنت ته نهشې تللای، نه مستقیم او نه غېرمستقیم.»
لاریجاني دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ کړې دي. هغه لیکلي:«ښاغلی ټرمپ، تاسې د ایران د ملت او نظام په اړه ګډودې او رواني خبري کوئ. ته د ایران ملت نه پېژنې. ته او ستا متحدان چې کلونه مو له ظلم او وینو سره ملګرتیا کړې، جنت ته به لار پیدا نهکړئ، نه مستقیم او نه غېرمستقیم.»
د ده دا څرګندونې وروسته له هغه شوې، چې ټرمپ په یوه تازه مرکه کې ویلي و: «ډاډه نه یم چې زه به جنت ته ولاړ شم.»

