الجزیرې رپوټ ورکړی، چې له تیرې میاشتې راهیسې د هند پولیسو د لومړي وزیر نریندرا مودي د هندو ملتپال ګوند (بيجیپي)تر واک لاندې ایالتونو پر ګڼو بازارونو او کورونو چاپې وهلې او لسګونه مسلمانان یې له دې امله نیولي، چې «له محمد ص سره د مینې اظهار کوي».
د رپوټ له مخې، د دوی «ګناه» پر پوسټرونو، یا ټولنیزو رسنیو «زه له محمد سره مینه لرم لیکل دي، مانا دا چې له پیغمبر سره د مینې څرګندول دي. هندي چارواکي وايي دا کار د «عامه نظم» لپاره ګواښ ګڼل شوی.
د الجزیرې د راپور له مخې، تر اوسه په لږ تر لږه ۲۲قضیو کې له ۲۵۰۰ زیات مسلمانان تورن شوي دي. د مدني حقونو د ساتنې نادولتي ټولنې (اېپيسيار) د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۴۰کسان د(بيجیپي)تر واک لاندې بېلابېلو ایالتونو کې نیول شوي دي.
د سپتمبر په څلورمه، د هند د شمالي ایالت اتر پردېش په کانپور ښار کې مسلمانانو د میلاد النبي (ص) نمانځنه کوله، چې د یوې کوڅې اوسېدونکو یوه ځلیدونکې لوحه ولګوله چې پرې لیکلي یې وو «زه له محمد (ص)سره مینه لرم.»
خو دې لوحې، چې د مشهور شعار«زه له نیویارک سره مینه لرم»بڼه یې اخیستې وه، د ځینو هندو اوسېدونکو غبرګون راوپاروه. دوی وویل چې دا نوې لوحه د دیني نمانځنې دودیزې بڼې برخه نه ده او د ایالت قوانینو له مخې په عامه مذهبي مراسمو کې نوې نښې نښانې نه شي زیاتولی.
د کانپور شاوخوا ۲۰سلنه نفوس مسلمانان دي.
پولیسو بیا د شکایتونو پر بنسټ د شلو کسانو پر ضد د مذهب پر بنسټ د دښمنۍ هڅولو جدي تورونه ولګول، چې سزا یې تر پنځو کلونو زندان پورې ده.
د کانپور پېښې د مسلمانو سیاسي مشرانو او خلکو غبرګون راوپاروه او د پولیسو پر ضد مظاهرې نورو ایالتونو لکه تیکلانګانا، ګجرات، مهاراشترا، اتراکنډ او جمو کشمیر ته وغځېدلې او د «زه له محمد (ص)سره مینه لرم»لوحې، کمیسونه او پوسټونه په ټول هېواد کې خپاره شول.
شاوخوا ۲۷۰کیلومتره لرې، د اتر پردېش په بریلي ښار کې، خلکو د یو سیمهییز امام په بلنه د کانپور د نیونو پر ضد مظاهره وکړه، خو د سپتمبر په ۲۶مه دا مظاهره تاوتریخوالي ته واوښته او له پولیسو سره نښته وشوه.
پولیسو وروسته ۷۵کسان ونیول، چې امام توقیر رضا او د هغه خپلوان او مرستیالان پکې شامل وو. د ځايي چارواکو لهخوا لږ تر لږه څلور ودانۍ چې د دغو کسانو وې، ویجاړې شوې.
په تېرو کلونو کې سلګونه مسلمانان د ورته غیرقانوني ورانکارۍ ښکار شوي، چې نه یې له ورانولو مخکې خبر ورکړل شوی او نه د محکمې حکم موجود دی. د هند سترې محکمې ویلي چې د کورونو ورانول د قانون له چوکاټه بهر سزا نه شي کېدای، خو فعالان وایي، په ډېرو ځایونو کې دا حکم عملي نهدی.
په ورته وخت کې، په نورو ایالتونو حتا د مودي په خپل ایالت ګجرات کې هم لسګونه مسلمانان د ټولنیزو رسنیو د پوسټونو یا ویډیوګانو له امله نیول شوي چې «زه له محمد (ص)سره مینه لرم» یې لیکلي وو.
د هند اساسي قانون د مذهب د ازادۍ او د بیان د ازادۍ حق تضمینوي. ۲۵مه ماده د هر وګړي د مذهب د ازاد تمرین حق خوندي کوي. همدارنګه ۱۹(۱) ماده د وینا او څرګندونې ازادي ورکوي تر هغه چې دا تاوتریخوالی یا کرکه ونه هڅوي.
خو پولیسو د نیول شویو کسانو پر ضد هغه قانوني مادې کارولې چې د «مذهبي تاوتریخوالي یا ګډوډۍ د هڅونې» په تور د خلکو د راټولېدو مخه نیسي حتا پر هغو کسانو چې یوازې یې کمیس اغوستی یا په ټولنیزو رسنیو یې «زه له محمد (ص)سره مینه لرم» لیکلي وو.

