د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ (کرملېن) د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې ارادې هرکلی کوي، چې غواړي د غزې تر اوربند وروسته د اوکراین د جګړې پر پای ته رسولو تمرکز وکړي.
کرملېن هیله څرګنده کړې چې ټرمپ به کییف د سولې یوې هوکړې ته وهڅولای شي.
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې مسکو لا هم د سولې خبرې نه دي بندې کړې او د ټرمپ د ځانګړي استازي، سټیو ویټکاف، د هڅو ستاینه کوي.
پیسکوف زیاته کړه: «موږ بې شکه د دا ډول نیتونو هرکلی کوو، او د سیاسي ارادې دا څرګندونه چې د سولې د موندلو لپاره هر ممکن ګام پورته شي، موږ ته د قدر وړ ده.»
هغه وویل، روسیه له مخکې له ویټکاف سره اشنا ده.
پیسکوف هیله وښوده چې ویټکاف به په اوکراین کې هم د روانو هڅو په پرمختګ کې مرسته وکړي.
ډونالډ ټرمپ چې پرون دوشنبه یې د اسراییل په کنېست (پارلمان) کې وینا وکړه، د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند تر اعلان وروسته وویل چې غواړي د ایران له اټومي پروګرام سره تړلې هوکړه ترلاسه کړي، خو لومړی به د اوکراین جګړې ته پام وکړي.
هغه خپل استازي سټیو ویټکاف ته وویل: «لومړی باید د روسیې موضوع حل کړو. راځئ، په همغې تمرکز وکړو.»

