پولنډ وايي چې اروپا باید د روسیې د « ژور برید» لپاره چمتو وي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۲

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسواف سیکورسکي وايي، اروپا باید د روسیې احتمالي ژور برید ته چمتو وي، او دا یې «بې‌مسوولیتي» وبلله چې که د ختیزې پولې د دفاع لپاره د «ډرون دېوال» په څېر دفاعي سیستمونه جوړ نه شي.

سیکورسکي چې په لندن کې د ایران د شاهد ۱۳۶ ډرون د نندارې پر مهال خبرې کولې، هیله وښوده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به اوکراین ته د اوږد واټنه توهاماک توغندیو اجازه ور کړي.

هغه زیاته کړه چې اوکراین ته باید لا ډېر مهمات، د الوتکو ضد وسلې او د لنډ او منځني واټن دفاعي سیستمونه ورکړل شي، څو د اروپا خوندیتوب تضمین شي.

کله چې له ده وپوښتل شول چې د راتلونکو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د «ډرون دېوال» نوښت پراخول ممکن دي که نه، سیکورسکي وویل، « له بده مرغه، روسیه کولی شي د اروپا ژورې برخې په نښه کړي. موږ یې باید مقابلې ته چمتو واوسو. دا به بې‌مسوولیتي وي چې که اوس د ډرون ضد او ډروني دفاعي ظرفیت جوړ نه کړو».

په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا نظر، چې ګواکې روسیه به د ناټو کوم غړی هېواد په نښه کړي، «بې‌معنا» بللی.

نور خبرونه

رادیو