د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د روسیې بې پيلوټه الوتکو د دغه سازمان پر یوه بشري کاروان، چې د اوکراین یوې سوېلي جګړه ییزې سیمې ته یې مرستې لېږدولې، برید کړی.
په اوکراین کې داوچا استازي دغه برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې د نړۍ د خوړو د پروګرام (WFP) دوه لارۍ د ډرون بریدونو له امله زیانمنې شوي، خو د انساني تلفاتو راپور نهدی ورکړل شوی.
اوچا دا ډول بریدونه د نړیوال بشري قانون څرګنده سرغړونه ګڼلې.

