ټرمپ: د تهران له چمتو کېدو سره سم له ایران سره د هوکړې لپاره تیار یم

AP ۱۴۰۴ تله ۲۱

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د دوشنبې په ورځ د اسراییل په پارلمان کې ویلي چې که ایران چمتو وي نو دی ورسره موافقه کوي.

تهران او واشنګټن د جون په میاشت کې د ایران او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځني جګړې تر مخه د اټومي خبرو پنځه دورې ترسره کړې وې، هغه جګړه چې واشنګټن په کې د ایران پر مهمو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.

دغه خبرې له لویو خنډونو سره مخ شوې، لکه په ایران کې د یورانیمو بډاینې موضوع چې لویدیځ غواړي دا مساله پر ځای ودریږي څو د وسلې جوړولو خطر تر ټولو کم حالت ته راټیټ شي، خو تهران دا پلان رد کړی دی.

ټرمپ د ایران سره د یوې معاملې په اړه وویل: «موږ چمتو یو کله چې تاسې چمتو یاست او دا به غوره پرېکړه وي.»

هغه د پارلمان غړو ته وویل: «موږ د دوستۍ او همکارۍ لاس پرانستی دی. زه درته وایم، هغوی (ایران) غواړي معامله وکړي. که موږ موافقه تر لاسه کړو نو ډېر ښه به وي.»

د شنبې په ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر د امریکا د اټومي پروګرام په اړه د احتمالي «عادلانه او متوازن» وړاندیز هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې تهران د خبرو لپاره کوم پیلني ټکي نه دي تر لاسه کړي.

نور خبرونه

رادیو