په غزه کې یو فلسطینی خبریال د وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی دی

AP ۱۴۰۴ تله ۲۱

الجزیرې راپور ورکړی، چې د فلسطین مشهور خبریال صالح الجفراوي د غزې په صبرا سیمه کې د وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی دی. د راپور له مخې، یاد خبریال د صبرا په سیمه کې د فلسطین د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ډلو ترمنځ په نښتو کې وژل شوی دی.

د غزې د خبریالانو او فعالانو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، د صالح الجفراوي مړی چې د خبریالانو لپاره ځانګړی ضد مرمۍ جاکټ یې پر تن و، د یوه موټر شا ته پروت دی.

ښاغلی الجعفراوي ۲۸ کلن و او د جګړې له امله له شمالي غزې بې‌ځایه شوی و. هغه د جګړې له سیمو څخه د خپرو شویو ویډیويي راپورونو له امله شهرت موندلی و.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې له ۲۷۰څخه ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د یادولو ده، چې د غزې جګړه د نړۍ د خبریالانو لپاره له وژونکو شخړو ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو