واشنګټن پوسټ: د ایران ګواښ د اسراییل او مهمو عربي هېوادونو ترمنځ امنیتي اړیکې نږدې کړې دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۰

واشنګټن پوسټ د افشا شویو امریکایي اسنادو په حواله راپور ورکړی، چې لوی عربي هېوادونه سره له دې چې د غزې جګړه غندي؛ خو په پټه د اسراییل له پوځ سره خپله امنیتي همکاري پراخوي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، دغه افشا شوي اسناد ښيي چې د ایران ګواښ د اسراییل او مهمو عربي هېوادونو ترمنځ د نږدې امنیتي اړیکو اصلي لامل دی او د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د دې اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې کړې دي.

د راپور له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې د اسراییل او شپږو عربي هېوادونو لوړپوړي پوځي چارواکي د امریکا په منځګړیتوب په بحرین، مصر، اردن او قطر کې د پلان جوړونې غونډې ترسره کړې دي.

ورځپاڼه دا هم لیکي، چې د اسراییل له خوا پر قطر د هوايي برید وروسته د اسراییل او عربي هېوادونو امنیتي اړیکو کې کړکېچ رامنځته شو، خو دا امکان شته چې دا اړیکې د غزې د اوربند څارنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

نور خبرونه

رادیو