د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ وویل، ایران د شرم الشېخ سرمشريزې ته د بلنې منندوی دی؛ خو ولسمشر پزشکیان او نوموړی چمتو نه دي چې له هغو مشرانو سره وګوري، چې د دوی د خلکو پروړاندې یې بریدونه کړي او لا هم ګواښونه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «ایران د هغو هڅو هرکلی کوي، چې د غزې د نسل وژنې مخنیوی کوي او د اشغالګرو ځواکونو اېستل تضمین کړي.»
هغه ټينګار کړی، چې فلسطینان باید د خپل برخلیک ټاکلو حق تر لاسه کړي.
نوموړي ټول هېوادونه مکلف ګڼلي، چې د فلسطينانو له قانوني او مشروع مبارزې سره مرسته وکړي.
عراقچي زياته کړې، چې ایران د سیمې د سولې لپاره مهم ځواک پاته شوی؛ «ایران د اسراييل نسل وژونکي رژيم او ابدي جنګونو پلوی نه دی، بلکي دايمې سولې او همکارۍ ته ژمن دی.»
دغه بنسټ به د ټرمپ په مشرۍ وي او د برېتاینا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر به پکې ګډون لري.
په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم برخه ولري.

