د فرانسې، هسپانیې او ایټالیا مشران به د غزې د سولې په غونډه کې ګډون وکړي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۰

د فرانسې، هسپانیې او ایټالیا مشرانو د مصر په شرم‌الشېخ کې د غزې په اړه د سولې په نړۍوال کنفرانس کې ګډون تایید کړی دی. امانوېل مکرون، پیډرو سانچیز او جیورجیا میلوني د نړۍ له مشرانو سره یوځای شوي دي، څو په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ وکړي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په ګډه مشري کېدونکې سرمشریزه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د برېتانیا لومړی وزیر هم ګډون وکړي.

تمه کېږي، چې د دې ناستې پر مهال د اسراييل د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر هم پیل شي، خو اسراییل به پخپله په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړي.

حماس هم اعلان کړی، چې د شرم‌الشېخ په ناسته کې ګډون نه کوي.

د دې ډلې د سیاسي دفتر غړي حسام بدران د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې حماس «په دې بهیر کې دخیل نه دی» او تر ډېره یې پخوانۍ خبرې اترې د قطر او مصر له لارې تعقیب کړې دي.

نور خبرونه

رادیو