زېلېنسکي یوځل بیا له ډونالډ ټرمپ سره پر اوږدواټنه توغندیو غږېدلی

AP ۱۴۰۴ تله ۲۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي وایي چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې په دوو ورځو کې دویم ځل خبرې کړې دي. زیلېنسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې خبرې د کیېف د هوايي دفاع او د اوکراین د پوځي او اوږد واټنه وسلو د وړتیاوو پر پیاوړتیا متمرکزې وې.

زېلېنسکي پر خپل ایکس لیکلي، « موږ د انرژۍ له سکتور سره تړلې ګڼې مسالې هم وڅېړلې. ولسمشر ټرمپ د ټولو روانو موضوعاتو په اړه ښه معلومات لري. موږ موافقه وکړه چې خپل بحثونه به غځوو او دواړه ټیمونه د راتلونکو خبرو لپاره چمتووالی نیسي».

بل‌خوا، کریملین د یکشنبې په ورځ وویل، مسکو د دې احتمال په اړه ژوره اندېښنه لري چې امریکا به اوکراین ته د توماهاک توغندیو د ورکولو پرېکړه وکړي.

کریملین خبرداری ورکړ چې جګړه اوس «ډراماتیک پړاو» ته رسېدلې او د ټولو لوریو له‌خوا د تاوتریخوالي د زیاتېدو نښې ښکاري.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د توما‌هاک توغندیو له احتمالي ورکولو مخکې، غواړي پوه شي چې اوکراین به دغه وسلې څنګه کاروي، ځکه نه غواړي جګړه نوره هم پراخه شي.

نور خبرونه

رادیو