د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) د اسراییل او مصر پر لوري خپل سفر پیل کړ. ټرمپ به په اسراییل کې له خپلو لیدنو وروسته د غزې په تړاو په مصر کې «د شرمالشېخ په سولې» غونډه کې ګډون وکړي. هغه له سفر مخکې خبریالانو ته وویل، په غزه کې جګړه پای ته رسېدلې.
ډونالډ ټرمپ اسراییل او مصر ته له سفر مخکې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د سیمې هېوادونه په غزه کې سولې ته په تمه دي او همداراز ډېر ژر به د اسراییل او حماس تر منځ د برمته شویو کسانو د ازادولو بهیر پیل شي.
ټرمپ په «اندروز» هوايي ډګر کې سیمې ته خپل سفر «ډېر ځانګړی» وباله او زیاته یې کړه: «اسراییل، عربي او اسلامي هېوادونه په غزه کې سولې ته په تمه دي. ټول خوشحاله دي چې برمته شوي کسان به ازاد شي او جګړه هم پای ته رسېدلې ده.»
ټرمپ به په ځايي وخت سبا سهار (دوشنبه) اسراییل ته ورسېږي او د برمته شویو کسانو د کورنیو په ګډون له اسراییلي چارواکو سره تر کتنو وروسته د اسراییل پارلمان «کنېست» ته هم وینا وکړي.
له هغې وروسته به په ځايي وخت له غرمې وروسته د مصر شرمالشېخ ښار ته سفر وکړي او هلته به په غزه کې د سولې په غونډه کې ګډون وکړي او ښايي په رسمي توګه د اسراییل او حماس تر منځ د سولې هوکړه ډاګهییزه شي.
له ټرمپ سره په دې سفر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د جګړې وزیر او د مرکزي اطلاعاتو سازمان (سيایاې) مدیر مل دي.

