اوا حقوقي او ټولنیزو مشورو مرکز په یو څېړنیز راپور کې ویلي، چې سلګونه افغان کډوال له ایران څخه د جبري ایستلو پر مهال له زور زیاتي سره مخ او د دوی ملکیتونه ضبط شوي دي.
دې مرکز د نړیوالو سازمانونو د سمدستی مداخلې غوښتنه او د ایران حکومت څخه یې غوښتي، چې بشري حقونو ته ژمن پاتې شي.
د اوا حقوقي او ټولنیزې مشورې مرکز چې په هالنډ کې دی، د کډوالو او پنا غوښتونکو د ملاتړ اداره ده، چې د افغان ښځینه وکیلانو او بشري حقونو فعالینو د یوې ډلې لخوا رهبري کیږي.
دا څیړنه له «ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو وروسته د هغوی د بشري حقونو وضعیت ارزونې» تر سرلیک لاندې خپره شوې.
په راپور کې له ایران څخه د جبري ایستلو پر مهال د افغانانو په وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ شمېر قضيې مستندې شوې دي.
په دې راپور کې ویل شوي، چې دوی په نیمروز ولایت کې له ۵۰۳ افغان راستنیدونکو سره مرکې کړې دي.
د څیړنې موندنې ښیي، چې کډوال له قانوني حکم پرته نیول شوي او ۷۸ سلنه ځواب ویونکو ویلي، چې دوی د ایستلو او لیږد پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
نیمايي مرکه کوونکو د نیولو لپاره هیڅ دلیل نه دی ښودلی.
شاوخوا ۴۰ سلنه ځواب ورکوونکو ويلي، چې دوی ته د خپلو شخصي شیانو د راټولولو فرصت نه دی ورکړل شوی.
ځینو بیا ویلي، چې جومات یا کلینیک د تګ پر مهال نیول شوي، پرته له دې چې پوه شي د دوی د کورونو، کورنیو یا ملکیتونو سره به څه پیښ شي.
د اوا حقوقي او ټولنیزې مشورې مرکز وویل، چې دوی د هغو افغان راستنیدونکو سره ساحوي مرکې ترسره کړې، چې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته شړل شوي وو.
په څیړنه کې له نیمایي څخه زیاتو ګډونوالو ویلي، چې د دوی شخصي شیان، نغدي پیسې، اسناد، ګرځنده تلیفونونه د امنیتي کسانو له خوا ضبط شوي او بیرته نه دي ورکړل شوي.
ځینو دا ادعا هم کړې چې دوی اړ ایستل شوي، چې د شړلو څخه د مخنیوي یا د غوره شرایطو ترلاسه کولو لپاره رشوت ورکړي.
له ۶۰ سلنې څخه زیاتو دا هم وویل، چې د نیولو او لېږد پر مهال توهین شوي، سپک شوي او د مامورینو له خوا ورته ویل شوي «پرازیت» د ایران د بدبختۍ لامل یا «بې ارزښته» کلمې ډېر ځله ورته تکرار شوي.
راپور زیاتوي، چې نږدې څلورمه برخه ځواب ویونکو ویلي، چې د فزیکي تاوتریخوالی لکه وهل، لغتې، څپېړې یا په وسله ګواښ تجربه کړی.
یو راستنیدونکي وویل، «کله چې ما اعتراض وکړ، سرتیري زه په پښو کې درې ځله په ډنډه ووهلم.»
یوشمېر کسانو ویلي چې د نیولو پر مهال له خپلو کورنیو جلا شوي او ځینې ماشومان د سرحد پر کرښه یوازې پرېښودل شوي.
اوا په یوه قضیه کې وايي، چې یو اووه کلن ماشوم د نیمروز په پوله یوازې لیدل شوی پداسې حال کې چې د هغه مور او د کورنۍ نور غړي د ایران په قم کې پاتې وو.
۹۲ سلنه خلکو چې مرکې ورسره شوي ویلي، چې د نیولو او ایستلو پر مهال یې هیڅ قانوني ادارې، وکیل یا قضایي پروسې ته لاسرسی نه درلود.
نړیوال تړونونه لکه د مدني او سیاسي حقونو میثاق، د وکیل حق، د اعتراض حق او عادلانه بهیر تضمينوي.
۹۹ سلنه ځواب ویونکي وايي، چې دوی په افغانستان کې د خپل ناڅرګند راتلونکي په اړه ویره لري.
دغه مرکز د کډوالو د حقونو څخه د ایران د سرغړونې اړوند په ټینګار سره وویل، چې دا وضعیت په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو لپاره جدي رواني او ټولنیزې پایلې لري.
له چمتوالي پرته ستنېدل، فقر، بې کوره کېدل او رواني فشار د جبري شړلو وروسته د دې کډوال د ژوند د واقعیت یوه برخه ده.
طالبانو پدې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په تیرو دریو میاشتو کې نږدې دوه ملیونه افغانان له ایران څخه په زوره ایستل شوي دي.