طالبانو په دایکندي کې درې خبریالان تر لنډمهاله بند وروسته په ضمانت خوشي کړي

۳ ساعتونه مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په دایکنډي د طالبانو استخباراتو د نسیم راډيو خپرونې بندې کړې او درې خبریالان یې تر لنډ مهاله بند وروسته په ضمانت خوشي کړي.

سرچینو زياته کړې، چې طالبانو د راډيو ځيني وسایل یې د معلوماتو د څېړلو لپاره د ځان سره وړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۱۶مه) ویلي، چې په دایکندي کې طالب استخباراتو د نسیم په نوم د یوې سیمه ییزې راډيو خپرونې بند کړي او ټول وسایل یې د څېړونو لپاره له ځان سره وړي.

سرچینو ویلي، چې طالبانو د دې راډيو درې خبریالان سلطان علي جوادي، سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي نیولي وو او د لنډمهال بند څخه وروسته یې په ضمانت خوشی کړي.

تېر کال هم طالب استخباراتو د دې راډيو مشر د طالبانو پر وړاندې د منفي تبلغاتو په تور نیولی وو او د ۷ میاشتني بند وروسته یې خوشي‌ کړ.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې پر رسنیو او خبریالانو پراخ بندیزونه او محدودیتونه لګولي.

د خبریالانو ملاتړ ادارو په وار وار له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو په وړاندې له سخت دريځې څخه تېر شي؛ خو طالبان بیا هم خپلو کړونو ته دوام ورکوي.

نور خبرونه

رادیو