د طالبانو د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي،چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي دي.
د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو د څانګې مشر محمد یوسف حماد نن پنجشنبه په یوه غږیز پیغام کې زیاته کړې،چې سیلابونو په جوزجان، لغمان، کنړ او خوست ولایتونو کې ډېر زیانونه اړولي دي.
د هغه په وینا، د دې پیښو په پایله کې ۲۵ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۴۵نور په جزوي ډول زیانمن شوي دي.
طالبانو دا هم ویلي چې په دغو څلورو ولایتونو کې ۷۱کورنۍ اغیزمنې شوې دي.
د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې سبا او بل سبا (د زمري ۱۷مه او ۱۸مه) د هېواد په ۹ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اټکل شته.
یاده اداره وايي، په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، لوګر، خوست او پکتیا کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو امکان دی.