د جرمني د زرغون ګوند مشر: طالبان ښايي اخراج شوي افغانان وروزي او بېرته یې اروپا ته واستوي

۳ ساعتونه مخکې

د جرمني د زرغون ګوندمشر فېلېکس باناڅک افغانستان ته د اخراج بهیر بیا پیل سخت غندلی او دا یې "یوازې یو سمبولیک عمل" بللی، چې له ځان سره خطرناک عواقب لرلای شي. باناڅک وايي، اندېښنه لري چې طالبان به دغه کسان وروزي او بېرته به یې اروپا ته را ولیږي.

باناڅک د شنبې په ورځ له ډبلیو ډي ار راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د افغانانو د اخراج اقدام د قانون د حاکمیت خدمت نه دی، بلکې یوازې د سخت دریځي سیاست ننداره ده.

نوموړي زیاته کړه، « دا تصادفي نه ده چې دا اخراج د څو اروپایي کورنیو چارو وزیرانو د مهاجرت له سرمشریزې سره هم‌مهاله شوی. دلته پیغام دا دی چې موږ سخت یو، سخت، سخت لکه چې دا سخت‌والی پخپله هدف وي».

باناڅک شک څرګند کړ چې ایا دا شړنې به واقعاً د جرمني امنیت ته ګټه ورسوي. نوموړي زیاته کړه، « دا کسان بېرته یو داسې رژیم ته لېږل کېږي چې اسلامیستي ترهګر نظام دی. زما اندېښنه دا ده چې طالبان به دغه کسان جذب کړي، روزنه به ورکړي او بېرته یې اروپا ته واستوي».

په دې اړه چې زرغون ګوند به دا ډول مجرمانو ته څه سزا ورکړې وای، باناڅک وویل: « موږ به هغوی بندي ساتلي وای. جرمنی یو قانوني دولت دی. د افغانستان برعکس دلته زندانونه د انساني چلند له مخې ډېر کنټرول لري».

باناڅک د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت تورن کړ چې د دې شړنو له لارې د طالبانو رژیم ته مشروعیت ورکوي. هغه زیاته کړه، « که چیرې شړنې منظمې شي، نو له طالبانو سره به حتمي تماس رامنځته شي، چې دا د یو ترهګر نظام ضمني رسمیت پیژندنه ده؛ هغه نظام چې د ۳۵جرمني سرتېرو د مرګ مسوولیت لري».

په ورته وخت کې د لېنکه یا کیڼ ګوند مرستیالې مشرې کلارا بینګر راینیشه پوسټ ته ویلي، چې که د جرمني فدرالي حکومت دا هرڅه نوموي، خو حقیقت دا دی چې جرمني له طالبانو سره اړیکې لري او له یوه ترهګر رژیم سره همکاري کوي، داسې رژیم چې د مشرانو پر ضد یې د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د نیولو امرونه صادر شوي دي».

هغې ټینګار وکړ، « افغانستان ته شړنې نه یوازې خطرناکې دي، بلکې دا پر بشري حقونو مستقیم برید دی».

۱۱۵۰۰ افغانان له جرمني نه په وتلو مکلف ګڼل شوي

جرمني د جولای پر۱۸مه تر یو کلن انتظار وروسته ۸۱ افغان وګړي، چې په مختلفو جرمونو تورن پېژندل شوي، افغانستان ته واستول. د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، دا کسان قانوناً باید وتلي وای او د جرمي اعمالو له امله مجرم پېژندل شوي وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې دغه کار د حکومت د ایتلافي تړون یوه مهمه موافقه عملي کوي. دغه تړون وايي چې بیرته ایستنې باید افغانستان ته هم ترسره شي، چې لومړی به پکې مجرمان او خطرناک کسان وي.

د اعلامیې له څرنګتیا ښکاري، چې ښايي په دویم او درېیم ګام کې هغه افغان پناه غوښتونکي هم افغانستان ته واستول شي، چې دمګړۍ ډولډونګ لري او یا افغانستان ته په ستنېدو مکلف ګڼل شوي دي.

د جرمني د فدرالي کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې(بمف) د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۱۵۰۰ افغانان چې په جرمني کې ژوند کوي، په وتلو مکلف دي. په دوی کې ۹۶۰۲ کسانو ته د ډولدونګ ورکړل شوی دی او ۱۸۲۱ کسانو ته نه دی ورکړل شوی.

د جرمني د استوګنې قانون د ۶۰ا مې مادې له مخې ډولډونګ د « د شړلو لنډمهالی ځنډ» دی، خو د وتلو مکلفیت بیا هم پر ځای دی.

ډولډونګ هغه وخت ورکول کېږي چې د بېلابېلو دلایلو لکه ناروغۍ، د سفري سندونو نشتوالي، یا د اصلي هیواد ناامنه وضعیت له امله د وتلو امکان نه وي، خو ډولدونګ لرونکي کسان بیا هم په وتلو مکلف ګڼل کېږي.

د افغان پناه غوښتونکو په منلو کې د طالبانو همکاري دا احتمال پیاوړی کوي، چې برلین پاتې ۱۱۵۰۰ ډولډونګ لرونکي او نور هغه کسان چې په وتلو مکلف دي، په تدریجي ډول افغانستان ته واستوي.

نور خبرونه

رادیو