د طالبانو د هرات والي: افغان سوداګر لا هم له رېلي ټرانسپورت سره نااشنا دي

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د هرات والي وايي، چې د خواف-هرات رېل‌پټلۍ یوه حیاتي پروژه ده، خو افغان سوداګر لا هم له رېلي ترانسپورت سره نااشنا دي. هغه د ایران له خراسان رضوي ولایت نه وغوښتل چې افغانستان ته د روزنې او همکاریو زمینه برابره کړي.

د طالبانو د هرات والي مولوي احمد اسلام‌جار د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹مه، د ایران مشهد ښار د سوداګرۍ خونې په غونډه کې د هرات له اقتصادي فعالانو، سوداګرو او مشرانو سره د لیدنې پر مهال د ایران له خوا «د افغان کډوالو د میلمه‌پالنې» ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهاجرت، امنیت، ترانزیت او پانګونې په برخو کې یې اړیکې مهمې وبللې.

په داسې حال کې، چې ایران په سلګونه زره افغان کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړي او هره ورځ د شړلو بهیر لا چټکیږي، اسلام‌جار ویلي، چې ایران له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه پاتې شوی دی، دوی ته یې ښه راغلاست ویلی او دا یې د دواړو هېوادونو د اسلامي او انساني ورورولۍ نښه بللې ده.

هغه زیاته کړې، چې د اسلام‌کلا بندر له لارې د کډوالو د بېرته ستنیدو ستونزې تر ډېره حل شوې دي، شاوخوا ۷۰ سلنه خنډونه له منځه تللي. هغه زیاته کړې چې بېرته راستنېدونکي کډوال د کمپونو پرځای مستقیم خپلو ولایتونو ته لېږدول کېږي او د هرات خلک له دغو کډوالو سره مرستې کوي.

اسلام‌جار ادعا وکړه چې د تریاکو کر کیله اوس نږدې صفر ته رسېدلې ده.

هغه له ایران څخه وغوښتل چې د مخدره موادو په قاچاق کې د ګډې مبارزې کچه لوړه کړي، ځکه اوس افغانستان له دودیزو نه، بلکې له صنعتي موادو سره مخ دی، چې له بهر څخه هېواد ته راوړل کېږي.

اسلام‌جار وویل، شاوخوا ۲۰ زره معتادین یې درملنه کړي او بیرته یې د فابریکو کار ته راګرځولي.

هغه د ترکیې، قزاقستان او ایران له پانګه‌والو مننه وکړه چې په هرات کې یې پانګونه کړې ده.

اسلام‌جار ټینګار کړی، چې د هرات سیمه‌ییز حکومت د پانګه‌والو تر څنګ ولاړ دی او د کانونو، مرمرو، اوسپنې او نورو منابعو د استخراج لپاره لازم چمتووالی لري. هغه ویلي، د ترانزیتي لارو د پراخولو هڅې روانې دي او شاوخوا ۸۵ سلنه اصلي لارې اوس د استفادې وړ دي.

د طالبانو والي همداراز د ایران له بانکونو وغوښتل چې د هرات له اقتصادي فعاله قشر سره پراخې اړیکې ولري.

هغه ویلي، چې د افغانستان حاصل‌خیزه ځمکې داسې مېوې تولیدوي چې په ایران کې نه شي کرل کېدای او افغانستان پراخې اوبه لري چې د تجارتي کرنې لپاره چمتو دي.

طالب والي وړاندیز کړی، چې نړیوالو بازارونو ته د افغان مېوو د لېږد لپاره ګډ کاري ګروپ جوړ شي. هغه همداراز ایراني چارواکي د هرات د راتلونکي کال اقتصادي کنفرانس ته هم وبلل.

د طالبانو د هرات والي د ایران د خراسان رضوي د والي په بلنه پرون تایباد ته ورسېد او له هغه ځایه وروسته یې فریمان او مشهد ته سفر کړی.

نور خبرونه

رادیو