د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست په سرپل ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی او په دغه ولایت کې د ملي ټلویزیون بڼه راډیو ته اوښتې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹ مه وویل، چې په سرپل ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له خوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګول شوی او ان پر ټولنیزو رسنیو هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو نه خپرولو امر شوی دی.
یاد مرکز وايي، چې ځايي خبریالانو ته د همغږۍ ناستې پرمهال د دغه ولایت د امر بالمعروف ریاست استازي له خوا د ژونديو موجوداتو د انځورونو نه خپرولو د حکم د عملي کېدو امر شوی.
په سرپل ولایت کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو د خپرېدو له بندیز وړاندې په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر او لغمان ولایتونو کې هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګول شوی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې دمګړی په سرپل ولایت کې پر ملي ټلویزیون سر بېره صدای سرپل، بانو او انبیر په نوم درې خصوصي راډیوګانې فعالیت کوي او د یوازیني سیمه ییز ملي ټلویزیون خپرونې هم بندې شوې او اوس د راډیو په بڼه نشرات کوي.
دوی ویلي، چې د سرپل په ګډون په نورو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز د بیان له ازادۍ او د ازادو رسنیو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.