طالب چارواکی: نړۍ باید د طالبانو رسميت پیژندنه د ښځو تر کار او ټولګډونه حکومت محدود نه کړي

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې ‏له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر نورالدین ترابي پر نړۍوالې ټولنې نیوکه کړې، چې د دې ډلې رسمیت پېژندل یې د ښځو د زده کړو، کار او د یو ټولګډونه حکومت په جوړولو پورې مشروط کړي دي.

هغه ادعا وکړه، چې دې ډلې د رسمیت پېژندنې لپاره اړین معیارونه پوره کړي دي.

ترابي له شمشاد ټلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل، چې د دوحې په خبرو کې د نجونو د زده کړو، د ښځو د کار او د ټولګډونه حکومت د جوړېدو مسایل مطرح شوي نه دي.

نوموړي دغه راز ادعا وکړه، چې د سیمې او نړۍ د حکومتونو جوړښت ته په کتو د طالبانو کابینه د بېلابېلو قومونو څخه جوړه ده او دده په وینا «ټولګډونه» ده.

ترابي په دې اړه وویل: «دوی د ښځو د زده کړو مسله راپورته کوي، په داسې حال کې چې دا موضوع د خبرو اترو څخه څو میاشتې وروسته راپورته شوه. کله چې په نړۍ کې انقلاب راشي، نو په دویمه یا درېیمه ورځ په رسمیت پېژندل کېږي. موږ وایو چې د ښځو د زده کړو مسله وروسته راپورته شوه، نو ولې دوی موږ هغه وخت په رسمیت ونه پېژندلو؟ که دوی ووایي، چې زموږ حکومت جامع نه دی، موږ ازبک، تاجک، بلوڅ او نور قومونه له ځان سره لرو. په امریکا، پاکستان او نورو ځایونو کې ټاکنې ترسره کېږي او ګټونکې ډله خپله کابینه جوړوي او خپل د خوښې وړ کسان ټاکي. زموږ په جوړښت کې د شمولیت شتوالی شته.»

هغه د جامع حکومت جوړول، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې، د ښځو لپاره د کاري شرایطو برابرول او د نجونو د زده کړو مسایل د افغانستان داخلي چارې وګڼلې او له بهرنیو هېوادونو یې وغوښتل، چې د دې هېواد په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

ترابي وویل، طالبان هڅه کوي چې لوېدیځ هېوادونه قانع کړي څو دوی په رسميت وپېژني.

هغه په دې اړه زياته کړې: «موږ هڅه کوو، چې د رسمیت پېژندنې لپاره له هر چا سره اړيکې او خبرې اترې ولرو؛ خو موږ هغوی ته وایو چې حل لاره دا نه ده، بلکي باید تعامل پيل شي تر څو ستونزې په خپله حل شي.»

ترابي د دوحې تړون په اړه وویل، چې په دې تړون کې د ملي او اسلامي ارزښتونو په اړه هېڅ جوړجاړی یا معامله نه ده شوې.

هغه زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه د طالب چارواکو لرې کول د تړون یو له مهمو ټکو څخه و، چې تر اوسه نه دی پلي شوی.

نوموړي د تړون پټو مادو ته په اشارې وویل: «هېڅ پټې مادې نشته، ټول مواد له رسنیو سره شریک شوي دي.»

امریکا طالبان د دوحې تړون د مکلفیتونو په نه مراعات تورن کړي دي؛ بل خوا بیا طالبان هم امریکا تورنوي، چې د تړون څخه یې سرغړونې کړي.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ویلي وو، چې د دوحې تړون په یوه ځانګړي پړاو پورې محدود و او نور د ډلې د عمل بنسټ نه ګڼل کېږي.

د دوحې په تړون کې دواړو خواوو ژمنې کړې وې.

امریکا ژمنه کړې وه، چې خپل ځواکونه به له یو ځانګړي مهال وېش سره سم له افغانستان څخه باسي او طالبانو هم منلې وه، چې د افغانستان خاوره به د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي او دغه هېواد به بیا د ترهګرۍ پناه ځای نه ګرځي.

طالبانو د سیاسي او ټولنیزو غورځنګونو او ډلو سره د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته هم ژمنه کړې وه.

د شنونکو په باور د امریکایي ځواکونو له وتلو پرته د همدې تړون نورې مادې نه دي پلي شوي.

نور خبرونه

رادیو