طالبان: په مس عینک کې موندل شوي ۶۰ قلمه تاریخي اثار د لوګر موزیم ته وسپارل شول

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د لوګر په مس عینک سیمه کې موندل شوي ۶۰ قلمه تاریخي اثار یې د لوګر سیمه ییز موزیم ته سپارلي دي. په دغو اثارو کې خټينې کوزې، جامونه او قدحونه، څراغونه، د مسو ځنځیرونه، لاسبندونه، له عقیق او لاجورد ، عاج او هډوکو جوړ وسایل شامل دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې رییس سید ذبیح الله سادات د یکشنبې په ورّ، د چنګاښ پر ۲۹مه وویل، چې موندل شوي تاریخي اثار له خټو، ډبرو، فلزاتو او ښیښو څخه جوړ شوي دي.

د نوموړي په وینا، په یادو تاریخي اثارو کې خُمونه، کوچنۍ خټینې کوزې، جامونه او قدحونه، بېلابېل ډول څراغونه، مسي ځنځیرونه، لاسبندونه، عقیق او لاجورد، عاج او له هډوکو جوړ وسایل شامل دي.

ذبیح الله سادات زیاتوي، چې یاد موندل شوي اثار د پخوانيو وختونو د خلکو د ورځني ژوند، هنر او صنعت په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې کوي.

نور خبرونه

رادیو