د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج حقاني سره د خبرو اترو لپاره نن کابل ته رسېدلي دي.
نقوي ته د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نبي عمري هرکلی ویلی.
یو شمېر سرچینې وايي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر به له سراج الدین حقاني او نورو طالب چارواکو سره د امنیتي مسایلو او د پاکستان د طالبانو غورځنګ او نورو پاکستاني وسله والو ډلو په اړه خبرې اترې وکړي.