تازه خبر

د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې څلور غوره بریالي کسان اعلان شول

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د کانکو ازموینو ملي ادارې له لوري د کابل د پامیر نوین لېسې زده کوونکی سید موسی د ۳۵۶،۵۷۴۱۵ نمرو په ترلاسه کولو د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه کې عمومي اول نومره اعلان شو. نوموړی د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د یکشنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینو د ملي ادارې له لوري د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې.

د ۱۴۰۴ کال د کانکور په ازموینه کې د کابل اوسېدونکی سید موسی د سید داود زوی د ۳۵۶،۵۷۴۱۵ نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکو عمومي اول نومره اعلان شوی او کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د کابل اوسیدونکی نذیر د محمد طاهر زوی د ۳۵۶،۵۷۴۱۴ نومرو په ترلاسه کولو د کانکور ازموینې دویم نومره اعلان شو او د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د کابل اوسېدونکی حمزه د عبداللطیف زوی په ۳۵۳،۵۳۳۱۶ نومرو د کانکور ازموینې درېیم نومره اعلان شو او د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی.

دغه راز د کابل اوسېدونکي فیصل د کلام الدین زوی په ۳۱۶،۰۶۶۲ نومرو د دیني مدرسو په ازموینه کې لومړی مقام ګټلی او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته بریالی شوی دی.

د کانکور په سږنۍ ازموینه کې هم د تېرو دوو کلونو په څېر یوځل بیا د طالبانو له لوري نجونو ته د ګډون اجازه نه وه ور کړل شوې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني وايي، د کانکور په سږنۍ ازموینه کې سل زره او ۵۴۸ کسانو ګډون کړی و، چې له ۵۱ زرو ډېر کسان د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د لوړو زده کړو په برخه کې تر ۷۷ زره او د نیمه لوړو زده کړو په برخه کې له ۳۴ زره د ډېرو کسانو د جذب او شمولیت ظرفیت لري.

نور خبرونه

رادیو