متقي د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو امر "ظالمانه" وباله

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د دې ډلې د مشر او قاضي القضات د نیولو امر صادرول وغندل او دا امر یې "ظالمانه" وباله.

امیر خان متقي وویل چې دا حکم "د سیاسي موخو پر بنسټ" صادر شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د جرمونو نړیوالې محکمې حکم "نه پلي کېدونکی" دی او دا ډله یې په وړاندې هیڅ مسوولیت نه لري.

امیر خان متقي نن یکشنبه د چنګاښ پر ۲۹مه د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې په یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې د دې ډلې د مشر له خوا د ټولبښنې په اعلان سره، د سلګونو زرو خلکو ژوند ژغورل شوی او په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی دی.

د هغه په وینا، طالبانو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د "ښه تعامل اجنډا" پیل کړې، مګر د ستاینې پرځای له ګواښونو سره مخ شوي دي.

متقي وویل: "موږ په تیرو وختونو کې دا پریکړه غندلې وه او اوس یې یو ځل بیا غندو."

هغه وویل چې طالبان به د دې ډلې د مشرانو د نیولو د امر پر وړاندې غلي پاتې نه شي او د دوی د مخالفت غږ به نړۍ ته ورسوي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د چنګاښ پر ۱۷مه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړ.

محکمې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې په ناوړه چلند او "د انسانیت پر وړاندې جرمونو" تورن کړي دي.

دې محکمې په خپله پریکړه کې وویل چې معقول دلیلونه شته، چې دې دوو لوړ پوړو طالبانو "د انسانیت ضد جرمونه، د جنسیت پر بنسټ له مېرمنو سره تبعیضي چلند" کړي دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په تیرو څلورو کلونو کې په لسګونو فرمانونه صادر کړل چې په خصوصي او عامه دواړو برخو کې یې د افغانستان مېرمنې په جدي توګه محدودې کړې.

د جرمونو نړیوالې محکمې حکم له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی.

نور خبرونه

رادیو