طالبانو د قتل، غلا او ځنګلونو وهلو په تور ۱۸ تنه نیولي

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د یاد وزارت له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د وژنې، غلا، مغلوبه جنګ او د ځنګلونو د غیر قانوني پرې کولو په تور ۱۸ تنه نیولي دي.

دا کسان په په بغلان، فاریاب، کونړ، هرات، فراه او غور ولایتونو کې نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه د چنګاښ پر ۲۹مه وویل، چې دې ډلې دوه تنه د وژنې په تړاو په فاریاب کې، دوه تنه د ځنګلونو غیر قانوني قطع کولو په تړاو په کونړ کې او ۵ تنه د غلا په تړاو په هرات، فراه او غور ولایت کې نیولي دي.

د طالبانو یاد وزارت زیاتوي، چې د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ منسوبینو، ۸ تنه د دوو کورنیو تر منځ د وسله والې جګړې له امله، چې په پایله کې یې ۱۶ تنه ټپیان او وژل شوي وو، نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو