د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: جرمنی هغه افغانان مني چې د منلو ژمنې ورسره شوې

۲ ساعتونه مخکې

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول ویلي چې په پاکستان کې له میشتو افغان کډوالو د منلو ژمنې بېرته اخېستل ناشوني دي او هغوی به په جرمني کې ومنل شي. وادیفول دغه راز زیاته کړې، چې د افغانانو د منلو پروګرامونه بند شوي او نورې نوې ژمنې نه کیږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول بیلد ام زونټاګ ورځپاڼې ته وویل، برلین هغه افغانان مني، چې له مخکې د منلو ژمنې ورسره شوې دي، خو نوموړي دا مساله په امنیتي ارزونو او دې پوره مشروطه ګڼلې، چې افغانان د پخواني فدرالي حکومت قانوني او نه لغوه کېدونکې ژمنه ولري او هیڅ امنیتي اندیښنې ترې متوجې نه وي.

هغه وویل، «زه نه شم کولی وخت شاته وګرځوم او د پخوانیو فدرالي حکومتونو تېروتنې بدلې کړم».

وادیفول دغه راز زیاته کړې، چې د کډوالو د منلو پروګرامونه بند شوي او نورې نوې ژمنې نه کیږي.

هغه پر تېرو پرېکړو نیوکه کړې، خو ویلي یې دي چې که د منلو ژمنې له یوه کال زړې وي، نو یواځې د قانوني لارو چارو په مرسته پکې بدلون راوستلای شي، لکه که د یوچا هویت پکې ناسم وي، یا د هغه ځای او نورو مسایلو په تړاو معلومات سم نه وي.

شاوخوا ۲۴۰۰ افغانان په پاکستان کې د جرمني ویزو لپاره انتظار باسي.

جرمني تازه د یوې چارټر الوتکې له لارې ۸۱ افغان پناه غوښتونکي، چې په مختلفو جرمونو تورن ګڼل شوي، کابل ته ولېږل.

وادیفول د ځینو افغان پناه غوښتونکو د اخراج په تړاو وویل، هغه له دې سره موافق دی چې په راتلونکي کې د سوریې ځینې مجرمان هم د شرایطو پر بنسټ، اخراج شي. هغه ټینګار وکړ چې د سوریې انتقالي حکومت باید ټولو دیني ډلو ته د یوځای کېدو فرصت ورکړي او خلک باید د ژوند او امنیت په اړه ویره ونه لري.

وادیفول وویل چې باید سوریې ته د اخراج لپاره جدي فرصت ورکړل شي او ممکن په راتلونکي کې د جرمني او سوریې ترمنځ د اخراج په برخه کې همکاري وشي.

نور خبرونه

رادیو