طالبانو د امیرطاها رضایي کورنۍ سره لیدنه کې د هغه د وژلو د عاملینو پر مجازاتو ټینګار کړی

۷ ساعتونه مخکې

په ایران کې د طالبانو د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د شنبې په ورځ په تهران کې د افغان ځوان امیرطاها رضایي له کورنۍ سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره لیدلي، چې تازه د دوو ایراني وګړو له‌خوا په ظالمانه توګه وژل شوی دی.

فضل محمد حقاني دغه پېښه «یوه دردناکه او غمجنه» وبلله او ټینګار یې وکړ، چې «دا موضوع د ایران له اړوندو چارواکو سره جدي شریکه شوې، څو د دې نه بښونکي جنایت عاملین د قانون له مخې مجازات شي.»

د سفارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې «د داسې ظلم او تاوتریخوالي پېښې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز لرلی شي» او له ایراني چارواکو یې غوښتي، چې دا موضوع بې‌پرې وڅېړي او عاملین یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

د ایران حکومت ددغه پېښې په تړاو رسنیو ته ویلي، چې یاده پېښه د امنیتي ادارو له خوا د جدي تعقیب لاندې ده او د پېښې عاملین به ونیسي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امیر رضايي په نوم د یو افغان جسد څو ورځې وړاندې په داسې حال کې په یوه باغ کې وموندل شو، چې لاسونه یې تړل شوي وو.

رضايي د سکواتور چلولو لپاره د جولای په ۲مه له کوره وتلی و او څو ورځې وروسته یې له کورنۍ سره اړېکه پرې شوې وه چې وروسته یې مړ جسد په یو باغ کې وموندل شو.

پر همدغه مهال ځايي خلکو ویلي، چې مړی په داسې حال کې موندل شوی، چې لاسونه یې تړلي وو او سر یې پرې شوی و.

نور خبرونه

رادیو