فایق: په افغانستان کې د عدالت نشتون د بشري ناورین کچه لا پسې زیاته کړې ده

۸ ساعتونه مخکې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، په افغانستان کې د عدالت، د قانون حاکمیت او د مشروع، مسوول او ځواب ویونکي نظام د نشتوالي له امله بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

نوموړی وایي، چې د طالبانو دغو کړنو هېواد د بېوزلۍ، ناامنۍ او فاجعې پر لور بېولی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي دي: «د عدالت، د قانون حاکمیت، مشروع، ملي، ځواب ویونکي او مسوول نظام نشتوالی د دې لامل شوی، چې د افغانانو حقونه، ازادۍ او انساني کرامت هم دننه او هم بهر تر پښو لاندې شي.»

د نوموړي په خبره، د طالبانو له خوا د خلکو شکنجه، ظلم او د وینې توییول او په ټولنه کې د دغه ډلې «غېرانساني او غېر اسلامي کړنې» بهرنیانو ته د ترخو واقعیتونو یو ثبوت دی.

نوموړي په غور کې د طالبانو له خوا د ۶۰۰ کورنيو جبري اېستل، په بادغیس کې د پخواني حکومت د چارواکو قصدي وژنه او په کابل کې د ښځو او نجونو زنداني کول د بېلګې په ډول یاد کړي او دا یې د افغانستان «د خلکو د فرهنګ خلاف کړنه» ګڼلې ده.

د فایق په وینا، د افغانانو او نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته بې‌پامې او د ښځو او ټولنې پر وړاندې ظالمانه سیاستونو د ملي یووالي، سولې او ثبات لاره تړلې ده او هېواد یې «د شدید فقر، ناامنۍ او فاجعې» پر لور بېولی دی.

نوموړي د طالب مشرانو څخه غوښتنه کړې، چې دا ناسم سیاستونه دې ختم کړي او د خلکو اساسي حقونو ته دې درناوی وکړي.

نور خبرونه

رادیو