فضلي: په افغانستان کې د ښوونې او روزنې پروړاندې د دوښمنۍ کچه اوج ته رسېدلې ده

۹ ساعتونه مخکې

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي په پکتیکا کې د یوه ښوونکي عبدالعلیم خاموش د اعدام پرېکړې ته په اشارې سره ویلي: «د ښوونې او روزنې پروړاندې د دوښمنۍ کچه اوج ته رسېدلې ده.»

نوموړي له سېمه یيزو مشرانو غوښتي، چې د خاموش په ازادۍ کې هڅه وکړي.

فضلي د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) پر خپلې فېسبوک پاڼې د اندېښنې په توګه زياته کړې: «همدا دوه میاشتې مخکې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې له ۴۶ زره ډېر ښوونکي له دندو ګوښه شول او اوس د پکتیکا غریب او محروم ولایت یو برحاله او مظلوم ښوونکی بندي شوی او د مرګ له ګواښ سره مخ دی.»

نوموړي همداراز ویلي، چې د استاد خاموش خوندیتوب له هر څه مهم دی او له سیمه ييزو مشرانو یې غوښتي: «هیله ده چې د سیمې د مخورو هڅې د خاموش صاحب د ازادۍ په اړه نتیجه ورکړي.»

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند دوې ورځې وړاندې وویل، چې د پکتیکا ولایت ابتداییه محکمې یو کس «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ پر سزا محکوم کړی دی.

له دې خبر سره هم مهاله خلکو ګڼ غبرګونونه ښودلي او نوموړی یې یو بې ګناه کس بللی او دا یې نوموړي ته یوه دسیسه ګڼلې.

نور خبرونه

رادیو