ملا‌برادر په کندهار کې د ۵۲۵ پولیسو فراغت غونډې ته وینا کې: ځواکونه د نظام ستنې دي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کندهار کې د ۵۲۵ پولیسو د فراغت په مراسمو کې د وینا پرمهال وویل چې امنیتي ځواکونه د نظام بنسټ او ستنې دي.

په خپره شو انځورونو کې ښکاري چې د پولیسو مخونه پټ او د امریکايي وسلو پرځای ورسره کلاشینکوفونه په لاسونو کې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه (د جنګاښ ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د کندهار د پولیسو روزنیر مرکز کې د پولیسو فارغت غونډه کې کډون وکړ.

عبدالغني برادر فارغو پولیسو ته په خطاب کې وویل: « د ولس خدمت وکړئ او ددې ډلې ارمانونه ژوندي وساتئ.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا پولیسو له عقیده تي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خپاره شوو انځورونو کې د پولیسو په لاسونو کې د روسي کلاشنکوفونه ښکاري.

د طالبانو له خوا دا کار د هغه وروسته کېږي چې ډونالډ ټرمپ په یوه غونډه کې وویل، چې د بایډن ادارې طالبانو ته امریکايۍ وسلې او تجهیزات پرېښودل او طالبان پرې هرکال «پر یوه بدشکله سړک» خپل رسمې ګذشت کوي، خو دی دا نور نه شي زغملای.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام تر پرځیدو او د امریکا په ګډون د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو ته د پرمختللو وسلو پاتې کېدو د سیمه ییز امنیت او ټیکاو په تړاو اندېښنې راپورته کړې دي.

نور خبرونه

رادیو