د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی

۱۳ ساعتونه مخکې

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلېپ ګرانډي وايي چې د کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه کابل ته تللی دی. د طالبانو د کډوالو وزارت مرستیال شېخ کلیم‌الرحمن فاني د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې د نوموړي تود هرکلی کړی دی.

ورته مهال، د کډوالو وزارت مالي او اداري مرستیال کلیم الرحمان حقاني په اوسنیو شرایطو کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مشر سفر مهم بللی. نوموړي ویلي چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د ټولو ګډ مسوولیت دی او راستانه شوي کډوال یوازې بېړنیو مرستو ته نه، بلکې د سرپنا، زده‌کړې او روغتیا په څېر بنسټیزو خدمتونو ته هم اړتیا لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر کابل ته د خپل سفر موخه له نږدې د کډوالو د وضعیت او په دې تړاو د حل لارو موندل یاد کړي دي.

نوموړي ویلي: «که څه هم نړۍواله ټولنه له جدي مالي محدودیتونو سره مخ ده، خو د کډوالو عالي کمېشنري خپلو بشري هڅو او ملاتړ ته دوام ورکوي.» هغه همداراز له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو په ډله‌ییز ډول ایستل یوه لویه ننګونه بللې ده.

ټاکل شوې چې ښاغلی ګرانډي به د خپل سفر پر دوام، هرات ته هم لاړ شي او هلته به د راستنېدونکو کورنیو وضعیت له نږدې وڅېړي.

دا سفر په داسې حال کې تر سره کېږي چې افغانستان په بې ساري کچه د کډوالو د راستنېدو له څپې سره مخامخ دی.

نور خبرونه

رادیو