صالح د غني په حواله: «منزوي شوی نظام نه ثبات راولي، نه امن»

۹ ساعتونه مخکې

د مخکېني جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن (شنبه، چنګاښ ۲۸مه) پر خپله اېکس‌پاڼه د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو د مخکېني ولسمشر محمداشرف غني د وینا یوه برخه بیا خپره کړې ده.

امرالله صالح د محمد اشرف غني په حواله ویلي: «دا کسان چې نن پر نظام کبر او ناشکري کوي، له دې نه دي خبر چې په نه موجودیت کې به یې افغانستان داسې یوه زندان ته ورته وي چې چت به نه‌لري.»

نوموړي د سولې او پخلاینې په تړاو د غني دا خبرې راخیستي چې «هغوی د سولې بهیر مانا نه ده درک کړې. د نظام منزوي کول نه سوله راولي، نه ثبات؛ بلکې دا لاره یا کورنۍ جګړې ته لاره هواروي، یا بې‌ساري وېره او وحشت زېږوي او یا هم دواړه.»

امرالله صالح دا څرګندونې د دوحې هوکړې ته په اشارې کړي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په ۲۰۲۰ کال کې لاسلیک شوې وه او د اشرف غني او امرالله صالح په مشرۍ جمهوري نظام ترې څنډې ته کړای شو و.

نور خبرونه

رادیو