طالبان وايي یوازې تېره پنجشنبه (چنګاښ ۲۶مه) څه باندې ۱۷ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي. د کډوالو ستونزو ته د دغې ډلې د رسېدنې کمېسیون د معلوماتو لهمخې، د ستانهشویو کسانو لوی شمېر له ایران نه دي چې لومړنۍ مرستې هم ورسره شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت چې شنبه (چنګاښ ۲۸مه) د کمېسیون ورځنی راپور پر خپلې اېکسپاڼې خپور کړی او ویلي دي چې د ایران او پاکستان سربېره ځیني کډوال له نورو هېوادونو هم افغانستان ته ستانه شوي دي.
په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي چې له ایران او پاکستان پرته نور له کومو هېوادونو او څومره افغانان ستانه شوي، خو وړاندې ځینې اروپايي هېوادونو یو شمېر افغان کډوال چې د دوی په ټکو په جرمنو کې ښکېل وو، افغانستان ته لېږدولي دي.