فلېپ ګرانډي: له ایران او پاکستان څخه د راېستل شوو افغانانو حالت به له نړیوالو سره شریک کړم

۵ ساعتونه مخکې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي د طالبانو د کډوالو چارو وزیر عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري اېستلو وضعیت به له نړیوالو سره هم شریک کړي.

طالبانو ویلي چې هغه به هرات او له هغه وروسته ایران ته سفر وکړي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن شنبه (د جنګاښ ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې د یاد وزارت وزیر عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر ښاغلي فیلیپو ګراندي سره کتلي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول د شړل شو افغان کډوالو د حالت او د مرستو رسولو په هکله خبرې کړي دي.

طالبانو د ګراندي په حواله لیکلي چې کابل ته یې د سفر موخه له نږدې، د افغان کډوالو د راستنېدونکو د حالت ارزول او ورسره د مرستې کولو لپاره د مالي سرچینو جلب دی.

همدراز فیلیپو ګراندي هرات ولایت ته د سفر هوډ لري او له هغه ځایه به ایران ته هم لاړ شي او د افغان کډوالو راستنېدونکو او هلته د مېشتو افغانانو په تړاو پيغام به له تهران سره شریک کړي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وزیر عبدالکبیر په دې ناسته کې ویلي، چې په داسې حال کې چې افغانستان اقلیمي بدلون او جګړو ځپلی، ایران او پاکستان څخه هر ورځ زرګونه افغانان په جبري ډول راباسي چې دې چارې پر اقتصاد او ټولنیزو خدماتو منفي اغېز کړي ده.

عبدالکبیر په ډله ییز ډول د افغان کډوالو اېستل د اندېښنې وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې د افغان راستنېدونکو حقونه او پانګه باید په کوربه هېوادونو کې ضایع نه شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو پروسه چټکه شوې ده خو په افغانستان کې سرپنا نشتون ددې کډواله یوه له غټو ستونزه څخه ده.

نور خبرونه

رادیو