د سرې میاشتې ټولنه وايي، تر ۸۰۰ ډېر ورک ماشومان پیدا او بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي

۲۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې له ایران نه د کډوالو د ستنېدو په لړ کې سلګونه ورک شوي ماشومان پیدا او بېرته یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

په لودېځه حوزه کې د نوموړې ټولنې د اړیکو مسوول عزیز احمد متین زیاته کړې چې د خپل رضا کارانه ټیم په هلو ځلو یې تر اوسه ۸۲۴ ورک شوي ماشومان پیدا او خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د سرې میاشتې ټولنې همدا راز ویلي چې هره ورځ شاوخوا شپږ زره کسانو ته د صحي خوړو کڅوړې هم ورکوي.

له ایران د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ له څه باندې درېیو اوونیو راپدېخوا په بې‌ساري ډول چټکه شوې چې له کبله یې د هرات پر پوله د ګڼې ګوڼې له کبله ځیني ماشومان له خپلو کورنیو نادرکه شوي، خو د سرې میاشتې ټولنه وايي چې د دوی رضا کاره ټیمونه په دوامداره توګه په دې برخه کې هلې ځلې کوي.

نور خبرونه

رادیو