په هالنډ کې د مولانا خانزېب او مطیع‌الله تراب فاتحه واخیستل شوه

۱۰ ساعتونه مخکې

په هالنډ کې مېشتو افغانانو د کوزې پښتونخوا د دیني عالم او ټولنیز مبارز مولانا خانزېب او د هېواد د وتلي ولسي شاعر مطیع‌الله تراب د فاتحې مراسم ترسره کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې یو شمېر مشرانو او فرهنګي شخصیتونو ګډون کړی و.

ویناوالو د مولانا خانزېب د ټولنیزو حقونو لپاره مبارزه وستایله او ویې‌ ویل، چې نوموړی د سولې، امن او عدل غږ و.

مولانا خانزېب تېره اوونۍ په کوزه پښتونخوا کې هغه مهال د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا ووژل شو، چې د امن په نامه لاریون لپاره د باوجوړ ښار ته په لاره وو.

د غونډې بل مهم محور، د هېواد پېژندل شوی حماسي او ولسي شاعر مطیع‌الله تراب و. ګډونوالو د تراب شاعرانه ژبه، ولسي روحیه او ملي دردونه وستایل او ویې‌ ویل، چې د هغه ناڅاپي مړینه د افغان فرهنګ لپاره ستره ضایعه ده.

ښاغلی تراب د زړه د حملې له امله په ناڅاپي ډول د خوست ولایت په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

ګډونوالو دواړه شخصیتونه د کوز او بر افغانانو د ګډ درد، ارمان او مبارزې استازي وبلل او د هغوی نه شتون یې یوه نه‌جبرانېدونکې خلا و ګڼله.

یاده دې وي، چې مولانا خان زیب د خېبرپښتونخوا په قبایلي سیمه (باجوړ) کې د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ دیني عالم او سیاسي مشر و.

هغه د "امن مارچ" کمپاین پر مهال د موټر سایکل سپرو حملې هدف شو، چې پکې دی او د نوموړي ساتونکی ووژل شول.

همدا ډول مطیع‌الله تراب د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی او د پښتو د ملي او حماسي شعر یو وتلی شاعر و.

هغه د زړه حملې له امله د خوست په یوه روغتون کې ساه ورکړه او د تېرې سې شنبې په ورځ یې جنازه ننګرهار ته انتقال شوه او د کلیوالي مشرانو، ادبي شخصیتونو او عامو خلکو په حضور کې خاورو ته وسپارل شو.

نور خبرونه

رادیو