د طالبانو د هرات والي ایران ته په سفر لاړ

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د هرات ولایت دفتر وايي، چې ددې ډلې والي اسلام جار د ملاهبت الله د لارښوونې پر اساس د کډوالو ستونزو ته رسېدنې او اقتصادي همکاریو په موخه ایران ته لاړ.

د طالبانو والي به د ایران د خراسان رضوي له والي سره د لیدنې او د دوه اړخیزې ګډې اقتصادي کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو د هرات والي دفتر د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د سفر پر مهال د طالبانو هرات والي او ورسره پلاوی د خراسان رضوي ولایت له مسوولینو سره د لیدنې پرمهال به د کډوالو تدریجي او باعزته بېرته ستنول، موجودو ستونزو ته رسېدنې، د کډوالو کمپونو لیدنه او د اقتصادي، تجارتي، ترانزیټي همکاریو پراختیا او د ترانسپورتي فعالیتونو منظمولو په اړه خبرې وکړي.

په همدې حال کې د ایران دولتي رسنیو هم راپور ورکړ، چې نور احمد اسلام جار به مشهد ته د خپل درې ورځني سفر په جریان کې د همکارۍ څو سندونه لاسلیک کړي او د تولیدي مرکزونو څخه به لیدنه وکړي.

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ، چې په هرات کې د طالبانو والي به په فریمان کې د سفید سنګ کمپ څخه لیدنه وکړي.

«سفید سنګ کمپ» د ایران او افغانستان پولې ته نږدې د افغان کډوالو یو له کمپونو څخه دی، چې په خراسان رضوي ولایت کې دی.

دا کمپ د دوغارون-اسلام کلا سرحدي لارې ته نږدې موقعیت لري او د افغان کډوالو د زیاتوالي په وخت کې د لنډمهاله استوګنې لپاره په ځانګړې توګه په بحراني حالاتو کې کارول کېږي.

نور خبرونه

رادیو