تازه خبر

سرچینې: په پکتیا کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال د خپل ساتونکي په ډزو کې ټپي شوی

۸ ساعتونه مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په پکتیا ولایت کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال قاري محمد رهبر د خپل ساتونکي په ډزو کې ټپي شوی دی.
د سرچینې په خبره، د رهبر روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ویل کېږي، چې دا پېښه په ننګرهار ولایت کې رامنځته شوې او یاد طالب چارواکی د دې ولایت ولایتي روغتون ته لېودول شوی دی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته همداراز وویل، د ننګرهار د ولایتي روغتون ډاکټرانو سپارښتنه کړې چې قاري محمد رهبر د ژورو ټپونو له امله باید کابل ته ولېږدول شي.
د یادولو ده، چې چې تراوسه د پېښې اصلي علت روښانه نه دی او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.
په پکتیا ولایت کې د طالبانو د استخباراتو یاد مرستیال قاري محمد رهبر د ننګرهار ولایت اصلي اوسېدونکي دی او ویل کېږي، چې د طالبانو ترمنځ با نفوذه کس دی چې سلګونه وسله وال له ځانه سره لري.

نور خبرونه

رادیو