د کډوالو حقونو د څار سازمان شنبه (چنګاښ ۲۸مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د امریکا حکومت دې د افغان کډوالو «پي یو او پي دوه» کېسونو د منلو لړۍ له سره پيل کړي. دغه بنسټ پر جرمني هم غږ کړی چې د افغان کډوالو د شړلو موضوع خواشیني کړي دي.
نوموړي سازمان ویلي چې امریکا دې د افغانانو منلو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي، ځکه چې دغه افغانان په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخامخ دي. دې سازمان د امریکا حکومت ته ویلي چې د کډوالو موضوع سياسي نه، بلکې بشري او انسان ژغورنې موضوع ده.
د کډوالو حقونو سازمان په داسې حال کې اعلامیه خپروي چې د جرمني حکومت پرون ۸۱ افغانان بېرته ته افغانستان ته واستول او ولسمشر ټرمپ د خپل واک پر لومړۍ ورځ د امریکا د کډوالۍ ویزو د منلو لړۍ ودروله.