د طالبانو د مخالفو ډلو خبرداری: د ښځو او نجونو نیول به بې ‌ځوابه پاتې نه شي

۹ ساعتونه مخکې

د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر او د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو په نیولو نیوکه کړې.

داوود ناجي ويلي، چې د طالبانو دا اقدام «باید بې ځوابه پاتې نه شي» او علي میثم نظري وایي، دا یوازې د هغه ظلم یوه کوچنۍ برخه ده، چې په افغان ښځو ترسره شوی دی.

دغه څرګندونې تر هغه وروسته کېږي، چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې لسګونه ښځې او نجونې د کابل په بېلابېلو سیمو کې نیولې دي.

د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر داوود ناجي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «طالب دوښمن دی، خو ان په دوښمنۍ کې هم ډېر کوچنی او حقير دی.»

هغه د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو نیونې ته په اشارې زياته کړې: «هغه کسان چې د طالبانو د دې چلند پر وړاندې چوپ پاتې کېږي، د دوی په جنایت کې شریک دي.»

ناجي ټینګار کړی، چې د طالبانو کړنې د خلکو د زغم له حد څخه اوښتي دي.

نوموړي د پوښتنې په ډول ویلي: «ایا اوس د دې وخت نه دی راغلی، چې له ځانه وپوښتو چې دا زغم په کومه بیه؟ تر کله؟ تر کومه ځایه؟ د طالبانو پر وړاندې د زغم او شاتګ وروستۍ مرحله چېرې ده؟»

هغه زیاته کړې، چې طالبانو د خلکو د انساني وقار په نقض کولو سره ټول انساني، مذهبي، د عرف او دودیز حدودو څخه تېر شوي دي.

د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري هم د ښځو او نجونو د نیولو په اړه غبرګون ښودلی دی.

هغه د طالبانو دغه کړنه «کرکجن» وباله او زياته یې کړه: «دا یوازې د هغه ظلم یوه کوچنۍ برخه ده چې پر افغان ښځو تېره شوې ده.»

نظري د کډوالو د جبري اېستلو او په افغانستان کې د بشري ناورين په اړه ویلي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د اوسني وضعیت د اصلي لامل په اړه بې پروا دي.

د هغه په وینا، د دې وضعیت ریښه هغه ډله ده چې په سیستماتیک ډول د هېواد نیمایي نفوس له پامه غورځوي، ځوروي يې او ترور کوي يې.

هغه ټینګار وکړ، تر هغو چې افغانستان د طالبانو له «اشغال» څخه خلاص نه شي د دې هېواد ښځې به لا هم د امنیت او ښه ژوند په تمه بهرنيو هېوادونو ته مخه کوي.

نور خبرونه

رادیو