د غور ولایت د دولت یار ولسوالۍ د کشرو درې ځايي سرچینو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کشرو دره کې نن هم د طالبانو له خوا ځايي خلک په زور د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ اېستل کېدل.
باوري سرچینو ویلي، چې طالبانو له خوا نن هم د کشرو درې څخه د ځايي خلکو ۱۰۰ کورنۍ په زور له خپلو کورونو څخه اېستل شوې دي.
د راپورونو له مخې، طالبانو د کشرو درې د دروازه کلي د هغه اوسېدونکي د نیولو پلټنه هم پیل کړې، چې د طالبانو له خوا د یاد کلي د اوسېدونکو د شړلو ویډیو يي پر ټولنیزو رسنیو خپره کړې وه.
ځايي سرچینو ویلي، چې طالبانو د ویډیو خپرونکی کس پېژندلی او اوس یاد کس د طالبانو له ډاره د غره پر لور تښتېدلی دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي:« که دا کس ونیول شي وژل کېږي.»
د غور په کشرو دره کې دغه جبري کډوالۍ د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځ ته شوې او طالبان د تایمني قوم خلک دې ته اړه کړي، چې له دې درې څخه کډه وکړي.
په غور کې د طالبانو پخواني والي احمد شاه دین دوست تېر کال د دې شخړې د حل تر نوم لاندې پرېکړه وکړه، چې د تایمني قوم خلک دې د کورونو پرېښودو تر څنګ خپلې شتمنۍ د سردارخېل قوم ته وسپاري.
د کشرو درې اوسېدونکي وايي، طالبان هغو کورنیو ته چې په زور له کورونو اېستل شوي، پر ټولنیزو رسنیو د انځورو د خپرېدو له ډاره د خیمو درولو اجازه هم نه ورکوي.
ځايي سرچینو ویلي، چې طالبانو د دولت یار ولسوالۍ د کشرو درې د شپږو کلیو اوسېدونکو ته چې شمېر یې شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ دی تر دوشنبې ورځې د کورونو پرېښودو امر کړی دی.